فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ چارواکي وايي چې طالبانو ددغې ولسوالۍ په دښت لیلی سیمه کې ۵ تنه چې درې یې مهم قومي مشران وو، تر تښتولووروسته وژلي.د اندخوی ولسوال سلطان سنجر ویلي چې آمر اسلم، آمر فیض الله، ډاکتر سید امنی، اشرف او حفیظ اللهتېره ورځ طالبانو ونیول او جسدونه یې نن شپه د دوی لاسونو ته ورغلل.یاد کسان د پخواني جنګسالار او د اجراییه رییس سلاکار جنرال عبدالملک نیژدې ملګري دي.مالک په لیلې دښته کې د پنځه زره پښتنو په وژنو هم تورن دی. د ۱۹۹۷ په مۍ میاشت کې جنرال مالک په لیلې دښته کې زرګونه پښتانه ووژل.سنجیر زیاته کړې چې پولیسو د یادو کسانو جسدونه پرون ماښام ۷ بجې په دښت لیلی کې پيدا کړي دي.د اندخوی ولسوال د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د نوي کال په شپه د حاجي محمد قل محلې ته د ۳۰۰ نورو کسانو سره دعوت شوي وو، شپه یې هلته تېره کړې وه او د ورځې په ۱۰ بجو طالبانوپه جنګل نومې سیمه کې ونیول.په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي بشیر احمد د پېښې د غندلو سربېره ددغو وژنو مسوول د طالبانو یو قومندان قاري احمد ګڼلی دی.د هغه په وینا ډاکتر سید امین د اندخوی ولسوالۍ، آمر اسلم د قورغان ولسوالۍ، آمر فیض الله، اشرف او حفیظ الله د قرمقول ولسوالۍ اوسیدونکي وو.طالبانو تر دې مهاله ددغو وژنو په اړه څرګندونې نه دي کړي.په عین حال کې پخواني جنګسالار او د اجراییه رییس سلاکار جنرال عبدالملک هم د خپلو ملګرو وژنه غندلې او له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
استشهاد ته سلام